IQNA

د یمن مبارز ولس او له غزې څخه په ملاتړ کې ولولناک او پرتمین لاریونونه(فیلم)

10:34 - May 31, 2025
د خبر لمبر: 3491201
ایکنا-  د یمن په میلیونونو  خلکو پرون جمعې ورځې یوځل بیا د تیرو او نیو په څير د یمن په شمال لویدیځ کې واقع صعده ولایت کې د غزې تړانګې د مظلومو خلکو په ملاتړ کې میلیوني لاریون ترسره کړ.

ایکنانیوز د الصعده له قوله راپور راکړ،  دغه میلیوني مظاهرې  د ؛ د وحشي او تیریګر رژيم لپاره هیڅ امنیت نشته ؛ او  مسجد الاقصی او غزه له وحشتناکو تیریو سره مخ دي،؛ په شعار سره ترسره شوې.

د یمن  مبارز ولس په دغو مظاهرو کې ټينګار وکړ چې غزه به هیڅکله هم یوازې پرې نږدي.

 راپورونه ښئ  د یمن مبارز او شجاع ولس  په صعده، ریمه ،مارب ،اوصنعا پشمول په یوشمیر ولایتونو کې ولولناک او میلیوني لاریونونه ترسره کړل او د  غزې تړانګې له مظلومو  خلکو سره ئې یوځل بیا خپل پیوستون  اعلان کړ.

د یمن د مبارزو خلکو دغه ولسی حرکت په داسې حال کې ترسره کیږي، چې په غزې تړانګې باندې د وحشي صهیونیسټي رژيم  بې ځنډه حملې او بمبارئ  هماغه شان دوام لري او نړیوالې  ادارې او اورګانونه کوم جدی اقدام  نه کوي او یوازې د انساني غمیزې د رامینځةکیدا په باب  په خبرداریو بسنه کوي. او دغه راز عربي او اسلامی نړۍ هم د  نورو په شان یوازې نندارچیان جوړ شوي او پخپلو اسلامی او انساني دندو باندې له عمل کولو سره هیڅ ګروهنه نه لري، ان تر دې چې ځيني عرب  هیوادونه د وحشي او تیریګر صهیونیستي رژيم لپاره  اقتصادي او پوځي آسانتیاوې هم برابروي او ډنډورې د اسلامی  اصولو غږوي.

https://iqna.ir/fa/news/4285457

captcha